پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې قدرت الله لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې دیسي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
