پکتیکا؛ ډیله ولسوالۍ کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بریالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۴۶
پکتیکا؛ ډیله ولسوالۍ کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بریالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ډیله ولسوالۍ کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بریالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بریالي او احمدشاه خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې احمدشاه خپلواک لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٢ منډو هدف وټاکه. بریالي لوبډلې ياد هدف د اووه لوبغاړو په زیان پوره کړ او په درې ویکټو يې د دغو سياليو اتلولي وګټله.

يادې سیالۍ لېرې پرتو سیمو کې د ورزش د ودې په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزش کارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکول شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS