پکتیکا؛ چهار بران ولسوالۍ کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چهار بران ولسوالۍ کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځنګل اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځنګل اتلانو لوبډلې د لسو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې اسحاقزي اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ۸ ورځې یې دوام وکړ.
