پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالۍ کې د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د دودیزو لوبو مدیریت له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې سیدالرحمن لومړی، طلامحمد دویم او کرزي درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و او د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
