پکتیکا؛ په خوشامند ولسوالۍ کې د کوچني اختر په نوم د والیبال سیالیو اتلولي د عید محمد یحی خېل لوبډلې وګټله
د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د عید محمد یحی خېل لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې اوه ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې عید محمد یحی خېلو او خوشامند ولسوالۍ لوبډلې لار موندلې وه، چې په پایله کې عید محمد یحی خېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په تېر کوچني اختر کې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح چمتو کول وو.
