پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ قاري عبيد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۲۲:۴۵
پکتیکا؛ په اورګون ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ قاري عبيد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د واليبال فدراسيون او ارګون ولسوالۍ د شيخانو ځوانانو له لوري پر مرکز ښرنې او ولسواليو سربېره د غزني ولايت په ګډون د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د غزني ولايت قاري عبید لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د قاري عبيد لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په توپیر د ارګون ولسوالۍ معلم ناصر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د هغوى راګرځول دي.

په پاى د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو عراده موټر سایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS