پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۱۹
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د ستاره های قلندري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ستاره های قلندري او قلندري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سیالۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې ستاره های قلندري لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ویلو ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ یې یووالی رامنځته کول وو او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۵
Background image

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!


#اعلامیه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۳
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه. . .

BACK TO NEWS