پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د یووالی په نوم د والیبال سیالۍ د د قلندر ملنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۳:۵۹
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د یووالی په نوم د والیبال سیالۍ د د قلندر ملنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ارګون ولسوالۍ د علي خېلو ځوانانو له لوري د ۲۵ لوبډلو ترمنځ، د والیبال پیل شوې سیالۍ د قلندر مومند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

دې سیالیو ۲۰ ورځې دوام وکړ او پای لوبې ته یې د مرکز ښرنې د قلندر ملنګ او شاهین علی خېل لوبډلو لاره پیداکړه، په پایله کې قلندر ملنګ لوبډلې د ۰-۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول وو .

په پای کې د شاهین علي خېل ځوانانو لخوا لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS