پکتیکا؛ هجران لوبډلې د جبارخېلو کلي د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګتله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۴:۱۲
پکتیکا؛ هجران لوبډلې د جبارخېلو کلي د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګتله

د پکتیکا ولایت د ورزش امریت په مرسته د مرکز شرنې اړوند جیارخېلو کلي د ځوانانو له لوري د کرکټ ټېپ بال یو ورځیني سیالۍ چې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د هجران لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د هجران جبارخېلو لوبډلو لاروموندله، چې د هجران لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په پنځو اورونو کې یې ۸۱ منډې وکړې، په مقابل کې د جبارخېلو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۷ منډو په توپیر بایلوده.

په پای کې د ورزشي مسوولینو له لوري ګټونکې لوبډلې چمتو شوی ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS