پکتیکا؛ نوروز لوبډلې د والیبال چلنج کپ سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۳:۱۵
پکتیکا؛ نوروز لوبډلې د والیبال چلنج کپ سیالیو اتلولي وګټله

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، والیبال فدراسیون او چهار درې کلي د ځوانانو له لوري د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال چلنج کپ سیالیو اتلولي نوروز لوبډلې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته یې محمد خېلو او نوروز لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې نوروز لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته موټرسایکل ډالۍ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS