پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکاولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شورکچه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شور کچه لوبډلې د خپلو ۱۲۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې رحیم الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
