پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۲۰
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت او د نیزه وهني فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې یو ورځينۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې فتح محمد، مټاخان الف، مټاخان ب، اتفاق الف او اتفاق ب لوبډلو ګډون ګډون کړی و، چې په پایله کې یې فتح محمد لوبډلې د ۴۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، اتفاق الف لوبډلې په ۴۰ نمرو دویم او مټاخان الف لوبډلې په ۳۶ نمرو درېیم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ دودیزو لوبو ته د وده ورکولو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS