پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ٢٠لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سیدو کلا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سیدوکلا لوبډلې له خپل ١٠٨ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګومبت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
