پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لنډي لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ط.ـال.ب جان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
