پکتیکا؛ مرکز ښرنې ښار کې د ٥٧ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنې ښار کې د ٥٧ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ظفرخېل لوبډلې د ١٤ نمرو په ترلاسه کولو لومړی او مرکزي لوبډلې د ١٢ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د نیزه وهنې لوبې ته د ودې ورکولو او اختر نمانځلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.