پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یارانو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې زاول لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
