پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۷
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۰ ورځې مخکې پيل شوې وې، د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د جاوېد او میوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه په ټاکلي وخت صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده؛ خو په پينالټيو کې جاويد لوبډلې خپلې سیالې ميوند لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، په پای کې غوره لوبډلې ته يو عراده بايسکل او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS