پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د یووالي په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړی لوبه د چهاردرې او ښرنې روزي خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ښرنې روزي خان لوبډلې د ۱/۰ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ چې یوه اوونۍ به دوام ورکړي د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوې دي.
