پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هیبت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هیبت لوبډلې له خپل ١٥٦ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د لس منډو په توپیر یې خپلې سیالې همت سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
