پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یارانو لوبډلې د ٣ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې زاولو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
