پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې نهه ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د محب الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محب الله لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې جلالي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
