پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د شيني ځدراڼ لوبډلې په بريا پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شيني ځدراڼ لوبډلې خپلې سیالې ولسوال ځدراڼ لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.