پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د رحیم بادشاه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د رحیم بادشاه او سالم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې رحیم بادشاه لوبډلې د ۲ / ۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د اختر په ورځو کې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې نهه ورځې یې دوام وکړ.