پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۹:۲۰
پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ اړوند د دورژاڼه کلي په راغئ شګي ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د رحمان ګل او نورولي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې رحمان ګل لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دیادو سیالیو موخه د ځوانانو لپاره سالمه تفرېح برابرول او ورزش ته د خلکو پام اړول ښودل شوي دي چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS