پکتیکا؛ د یحیی خېلو ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي زبیر ابن عوام لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۰:۱۱
پکتیکا؛ د یحیی خېلو ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي زبیر ابن عوام لوبډلې خپله کړه

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او یحیی خېلو ولسوالۍ د ضیا المدارس مدرسې د مسوولینو له لوري د یادې مدرسې په والیبال لوبغالي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي زبیر ابن عوام لوبډلې خپله کړه.

دغه سیالیو ۹ ورځې دوام وکړ او پایلوبې ته یې ضیاالمدارس او زبیر ابن عوام لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې زبیر ابن عوام لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د دینې مدرسو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو وو او په پای د یاد ولایت ورزشي امریت د مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS