پکتیکا؛ د اورګون ولسوالۍ د فوټبال سیالۍ د زوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت اروګون ولسوالۍ په پیرکوتي سیمه کې د یادې ولسوالۍ د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر په نوم د فوټبال سیالۍ د زولفقار لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې زوالفقار او کامل لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې زوالفقار لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
