پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمود بالیش لوبډلې له خپل ١٦٥ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٤٤ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سادات لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده Mark X موټر ورکړل شو.
