پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۱۱
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رحمت زامه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د رحمت ارګوني او رحمت زامه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه رحمت ارګوني لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٥ منډو هدف وټاکه. رحمت زامه لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۸
Background image

ننګرهار ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې، په ځانګړي ډول ځوانان یې د نورو بوختیاو ترڅنګ له ورزش سره ځانګړې مینه لري او په بېلابېلو ورزشي رشتو کې پر تمریناتو بوخت دي.

د دغه ولایت ورزش ریاست د تېر په څېر په ۱۴۰۴ کال کې هم د ورزش په برخه کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په کلک ملاتړ غوره فعالیتونه ترسره کړي دي او زیات شمېر سترې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۶
Background image

د غزني مرکز کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او یو تن سوداګر مرتضی له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څلور. . .

BACK TO NEWS