پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ټایګر ځدراڼ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سوپر افغان او ټایګر ځدراڼ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سوپر افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٥ منډو هدف وټاکه. ټایګر ځدراڼ لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.
