پکتیکا، ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خواجه سبز لوبډلې د ۱/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې جوانان شیخانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
