پکتیا کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کونگ فو فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په سادات کلب کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو دوستانه سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې وشوې، چې په پايله کې يې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کونگ فو راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتو والی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
