پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۱۸
پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د او-سپورت سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې ۲۵ تنو یې یو بل ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته بری لیکونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رباط عبید. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱۸
Background image

پکتیکا؛ په نکه ولسوالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نکه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ د ارګون ولسوالۍ منتخبې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۱۷
Background image

ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوت ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فريد سټار لوبډلې. . .

BACK TO NEWS