پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
