پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د اسد ۲۴مې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
