پکتیا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۲۲:۰
پکتیا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په منور کلب کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک دوستانه سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د نویو ځوانانو له ډلې څخه صدام لومړی، نعمت الله دویم، سیف الله درېیم او لویانو کې بيا عصمت الله لومړی، نعمت الله دویم او محمد الله درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل او جمناستیک ورزش ته د وده ورکول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لور ي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او خوسي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ ځوانانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۱۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

BACK TO NEWS