پکتیا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړی لوبه کې نصیب جان لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې ځوان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړی بریا یې خپله کړه.
