پکتیا کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۱
پکتیا کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند د استاد نجيب درمان ورزشي کلب کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کيک جیتسو سبک شپنۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د غه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۱ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول وو ، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند د استاد نجيب درمان ورزشي کلب کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۹
Background image

افغان فوټسال لوبډلې د ایران لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل فوټسال څلور اړخیزو نړۍوالو دوستانه سیالیو پردوام، خپله وروستۍ لوبه له ایران هېواد سره وکړه، چې د ۴ – ۳ ګولونو په توپیر یې د ایران پر وړاندې ماتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

ارزگان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ. . .

BACK TO NEWS