پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۳
پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز گردېز ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوچي وال لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې دولت زیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې ۲۰ ورځې به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۴
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۰
Background image

کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۲۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د رحیمي یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS