پکتیا کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۹
پکتیا کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز گردېز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پایلوبه کې شاهین لوبډلې خپلې سیالې منګل آباد لوبډلې ته د ۲-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅونې او له نشه یي توکو څخه د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS