پکتیا کې د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتفاق ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه د اتفاق ځوانانو او ستاره ګان بالا ده لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتفاق ځوانانو لوبډلې د دوه پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ د یاد ولایت د لیګ لوبو لپاره د لوبډلو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اسماعیل د غوره ګول وهونکي او جان آغا د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړې.