پکتیا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۴۱
پکتیا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ د عیسی اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې عیسی اتلانو لوبډلې خپلې سیالې غورځنگ اتلانو لوبډلې ته د ۱ پر ۰ گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د یادو سیالیو موخه د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو موندل وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS