پکتیا کې د پانکریشن رشتې استادانو، روزونکو او لوبغاړو ته روزنیز سیمنار په لاره واچول شو
یاد سیمنارچې د پکتیا ولایت د بدني روزنې اوسپورټ ریاست له خوا په لاره اچول شوی و د دې ولایت ورزشي آمر داود محظوظ ،د پانکریشن فدراسیون مسؤل حضرت خان برداشت او ګڼو لوبغاړو پکې ګډون کړی وو.
یاد روزنیز سیمنار په دوه « عملي او نظري» برخو کې ترسره شو.
د دې روزنیزسیمنار موخه د پانکریشن رشتې د روزونکو استادانو او لوبغاړو ظرفیت لوړونه وه.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د بدني روزنې اوسپورټ ریاست له لورې د بېلابېلو رشتو سیمنارونو لړۍ دوام لري.
