پکتیا؛ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ملي او دودېزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار تېرې سیمه کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو، نویو ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې وشوې، چې په پایله کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
هېره دې نه وي، چې د يادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د غېږ نیونې ورزش ته وده ورکول وو او یوه ورځ یې دوام وکړ.
