پکتیا؛ ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو او کورش سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۵۴
پکتیا؛ ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو او کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سامبو او کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ مټوارخ سیمه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو فدراسیون دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د ۵۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه په یاد ولایت کې د سامبو او کورش ورزش ته وده ورکول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د لسو ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د لښو ښوونځیو ترمنځ د معارف خزاني جام فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٤٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS