پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
