پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې شاه محمود غزنوي لوبډلې د WTF تکواندو اتلولي وګټله
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د WTF تکواندو فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د پنځه لوبډلو ۶۰ ورزش کارانو ترمنځ د تکواندو یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې چې د نو نهالانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په کټګوري کې ترسره شوې، شاه محمود غزنوي، ميرويس نیکه، احمد شاه ابدالي، وزير محمد اکبرخان او سیدجمالدين افغان لوبډلو ګډون مړی و، چې په پایله کې یې شاه محمود غزنوي لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړ.
همداراز په يادو سیاليو کې د نونهالانو په کټګوري کې امیدالله، دځوانانو په کټګوري کې سيد اکرم او د تنکيو ځوانانو په کټګوري کې رینت خان لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د دغو سیالیو.موخه په یاد ولایت کې د تکواندو سیالیو وده ښودل شوې ده، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ کپونه ورکړل شول.
