پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د W.T.F تکواندو سيالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د W.T.F تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارنو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ب ګروپ ورزشکارانو د ۳۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او الف ګروپ ورزشکارانو د ۲۲ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د W.T.F تکواندو ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
