پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۶
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په مبارز کلب کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۸ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د K1 سبک ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS