پکتیا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۲۱:۵۰
پکتیا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لجه منګل او مټورخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مټورخ لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

يادې سیالۍ د پکتيا ولايت په ولسواليو کې د ورزش د ودې په موخه پیل شوې دي چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS