پکتیا؛ په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۳۶
پکتیا؛ په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د درېو کلپونو ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دغه سیالیو کې ځوانانو، نویو او لویانو په عمري کټګوریو کې د درې ولسوالیو( ډنډ پټان، څمکني او احمد خېلو) ولسوالیو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې په ترتیب سره ښایسته خان فقیري کلپ لومړۍ، رحیم ګل اتل کلپ دویم او فهیم ځیرک کلپ درېیم مقام خپل کړ.

هېره دې‌ نه وي، چې د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS